جيبوتي - ويکيپېډيا
  

جیبوتي چې رسمي نوم یې د جېبوتي جمهوریت دی د افریقا په (ښکر) کې پروت یو هیواد دی چې پلازمینه یې د جیبوتی ښار ښار دی. مساحت یې ۲۰۰'۲۳ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۱۵۹'۸۱۸ نفره دی. جیبوتی په ۲۷ د جون ۱۹۷۷م کال له فرانسه نه خپلواکی ترلاسه کړه، د پیسو واحد یې د جیبوتی فرانک (DJT) او ولسمشر یې اسماعیل عمر غیله دی. جیبوتي، په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت، د افریقا د ښاخ په برخه کې یو هېواد دی. دا هېواد له سویل لوري له سومالیا، له سویل لوېدیځ لوري له ایتوپیا، له شمال لوري له اریتریا، او له ختیځ لوري د سرې سمندرګۍ او د عدن له خلیج سره ګډه پوله لري. د عدن خلیج په هغه غاړه کې یمن پروت دی. دا هېواد ټولټال ۲۳،۲۰۰ کیلومتر مربع (۸،۹۵۸ مایل مربع) مساحت لري.  

جيبوتي
جيبوتي
جيبوتي
بیرغ
جيبوتي
جيبوتي
نښان

جيبوتي
جيبوتي

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۱۱°۴۸′۰۰″شمال ۴۲°۲۶′۰۰″ختیځ / 11.8°شمال 42.433333°ختيځ / 11.8; 42.433333   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پراخوالی 23200 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه جیبوتی
رسمي ژبې فرانسوي ژبه ،  عربي ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۲۳ جون ۱۹۷۷  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
پیسې د جیبوتی فرانک   د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ [۲]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ DJ  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +253  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

په لرغونې زمانه کې، دا هېواد د ایتوپیا، اریتریا او سومالیلنډ سره یوځای د پونټ د خاورې برخه وه. زیلا ته نږدې، چې اوس په سومالیلینډ کې ده، د منځنیو پیړیو عدل او عفت سلطنتونه وو. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې، د سومالیلنډ فرانسوي مستعمره له فرانسويانو سره د واکمن دیر سومالي (Dir Somali) سلطانانو له لوري د لاسلیک شوو تړونونو وروسته رامنځ ته شوه او دایر داوا (Dire Dawa) (چې وروسته ادیس ابابا شوه) ته د دې مستعمرې ریل پټلۍ لاره هواره کړه چې په چټکۍ سره زیلا د سوېلي ایتوپیا او اوګاډن د بندر بدیل وټاکي. دا سیمه وروسته په ۱۹۶۷ کال کې د فرانسې د عفر او عیسی د سیمې په نوم و نومول شوه. د جیبوتي خلکو یوه لسیزه وروسته د خپلواکۍ په ګټه رایه ورکړه. دې کار په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت تاسیس را منځ ته کړ، چې د دې هېواد پلازمینې په نوم ونومول شو. نوی دولت په همدې کال کې د ۱۹۷۷ کال د سپتمبر په ۲۰ نېټه د ملګرو ملتونو غړی شو. د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې، د حکومت د استازیتوب پر سر تاوتریخوالی د وسله والې شخړې لامل شو، چې په ۲۰۰۰ کال کې د واکمن ګوند او اپوزیسیون ترمنځ د واک د وېش په تړون پای ته ورسېد. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

جیبوتي یو څو توکمیز هېواد دی چې له ۹۲۱،۸۰۴ څخه ډیر نفوس لري (چې په افریقا کې ترټولو کوچنی دی). فرانسوي او عربي ژبې د دې هېواد دوه رسمي ژبې دې او عفر او سومالي یې ملي ژبې دي. نږدې ۹۴٪ اوسیدونکي یې د اسلام لارویان دي چې د دې هېواد رسمي دین دی او له زرو کلونو څخه زیات په دې سیمه کې حاکم دی. سومالی او عفر دوه لویې توکمیزې ډلې جوړوي، چې عفر یې اکثریت دی. دواړه د افرو-آسیایي ژبو په کوشي ژبه خبرې کوي.

جیبوتي په ستراتیژیک ډول د نړۍ د کښتیو ترټولو بوختو لارو ته نږدې موقعیت لري،چې سره سمندر او د هند سمندر ته لاسرسی کنټرولوي. دا هېواد د تیلو د اچولو او د بار د بدلولو مهم مرکز ګڼل کېږي او د ګاونډي ایتوپیا څخه د وارداتو او صادراتو لپاره اصلي سمندري بندر دی. دا هېواد د یوه پراخیدونکي سوداګریز مرکز په توګه، د بېلابېلو بهرنیو پوځي اډو ځای دی. د پراختیا بین الدول ادارې (IGAD) سیمه ایزه څانګه هم د جیبوتي په ښار کې مرکزي دفتر لري.

نوم او د هغه ريښه

جیبوتي په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت په نوم پېژندل کېږي. په سیمه ایزو ژبو کې د Yibuuti  (په عفر ژبه کې) اوJabuuti  په (سومالي ژبه کې) په نوم پېژندل کېږي.

د دې هېواد نوم د هغه د پلازمینې په نوم نومول شوی، چې د جیبوتی ښار دی. د نوم په ریښه کې اختلاف موجود دی. د دې ریښې په اړه ډېرې تیورېګانې او افسانې شته، چې نظر هرتوکم ته توپیر لري. یوه تیوري د عفر ژبې له کلیمې ګابوتي (gabouti) څخه اخیستل شوې، چې معنی یې "پلیټ" یا ټوټه ده، چې ښایي د سیمې په جغرافیایي ځانګړتیاوو دلالت وکړي. بله یې دا نوم له ګابود (gabood) سره نښلوي، چې معنی یې "مرتفع ځمکه/ هواره" ده. جیبوتي د "تیحوتي خاورې" یا "د تحوت د خاورې معنې هم ورکوي (په مصري کې: Djehuti/ Djehuty) ده او د مصر د سپوږمۍ خدای له معنی څخه اخیستل شوی.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له ۱۸۶۲ کال څخه تر ۱۸۹۴ کال پورې، د تاجورا د خلیج شمال لور ته خاوره د "اوبوک" په نوم یادېده. دا سیمه چې تر فرانسوي ادارې لاندې وه، له ۱۸۳۳ کال څخه تر ۱۹۶۷ کال پورې د فرانسوي سومالیلنډ (په فرانسوي ژبه: Côte française des Somalis) په نوم یادېده او له ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۷۷ کال پورې د عفر او عیسی فرانسوي سیمه (په فرانسوي کې: Territoire français des Afars et des Issas) په نوم یادېده.   [۱۳][۱۴]

ایداري وېش

تاریخ

کلتور

اقتصاد

جغرافیه

اداري ویش

  1.     تشه حواله (لارښود)
  2. http://chartsbin.com/view/edr
  3. Raph Uwechue, Africa year book and who's who, (Africa Journal Ltd.: 1977), p. 209 ISBN 0903274051.
  4. کينډۍ:Cite EB1911
  5. A Political Chronology of Africa, (Taylor & Francis: 2001), p. 132 ISBN 1857431162.
  6. کينډۍ:Cite EB1911
  7. "Today in Djibouti History". Historyorb.com. خونديځ د اصلي څخه 16 مې 2011. لاسرسي‌نېټه 27 اپریل 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "United Nations member states". United Nations. خونديځ د اصلي څخه 30 ډېسمبر 2013. لاسرسي‌نېټه 27 اپریل 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Everett-Heath, John (22 مې 2014). "Djibouti". The Concise Dictionary of World Place-Names (3 ed.). Oxford Reference. Oxford Reference. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-175139-4. خونديځ د اصلي څخه 6 مارچ 2019. لاسرسي‌نېټه 5 مارچ 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Boujrada, Zineb (2 مارچ 2018). "How Djibouti Got Its Unique Name". The Culture Trip. خونديځ د اصلي څخه 6 مارچ 2019. لاسرسي‌نېټه 4 مارچ 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Countries Of The World That Are Named After Legendary Figures". Worldatlas. 7 August 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Zarins, Juris (1990), "Early Pastoral Nomadism and the Settlement of Lower Mesopotamia", (Bulletin of the American Schools of Oriental Research)
  14. Diamond J, Bellwood P (2003) Farmers and Their Languages: The First Expansions SCIENCE 300, doi:10.1126/science.1078208